IQNA

د مصر یو مشهور  مبلغ  شیخ رفیق علی النکلاوي وفات شو

16:38 - December 22, 2021
د خبر لمبر: 3485155
تهران (ایکنا) – دمصر خبری رسنیو  د دغه هیواد د یوه خوشال او خندان مشهور قاري  او اسلامی مبلغ شیخ رفیق  علی النکلاوي  د مړینې خبر ورکړی دی .

ایکناخبری آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ، د مصر اخیار الیوم  خبری سایټ ددې خبرې په اعلانولو سره چې د مصرخوش اخلاقه او خندان  اسلامی مبلغ شیخ رفیق علی النکلاوي نن سهار وختي وفات شوی دی،ولیکل،ټاکل شوې ده ،ددغه خداي بخښلي دجنازې دستورې،نن ناوخته په البحیره ولایت کې د هغه په زیږنځائ کې ترسره شي .

  د مصر ددغه خبری سایټ د اعلان په اساس،خدای بخښلی شیخ رفیق علی النکلاوي،په څلویښت کلنۍ کې د مصر په ریډیو کې کار پیل کړ او له هغه له ماشوموالي څخه د رسول اکرم (ص) له مدحه او په خوشالو او غوره دستورو کې له ګډون سره مینه درلوده .

 ددغه خدای بخښلي اسلامی مبلغ د ژوند او مدح او شعر وئیلو په باب یو ویډیوئي کلیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کړي.

 https://iqna.ir/fa/news/4022755

captcha